IQNA

 ایران په سخت پړاؤ کې د سیمې د درستو هیوادونو لپاره  خپله دوستي ثابته کړې ده

16:50 - February 21, 2022
د خبر لمبر: 3485446
تهران (ایکنا) د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  د تعامل ، ملګرتیا او پیوستون  لپاره  په سیمه ایزو اړیکو کې په بدلون پسې یوو ،روښانه کړې ،  ایران په ډيرو سختو پړاؤنو کې  خپله دوستي پر درستو سیمه ایزو هیوادونو ثابته کړې ده .

ایکناخبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن  دقطر په دوحې کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره  له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې  روښانه کړه ،  ایران ثابته کړې ده چې تل د  خپلواکه هیوادونو او ملتونو د ګټو ترڅنګ  دریږي .

 ابراهیم ریئسي  په دې په ټينګار سره  چې  اسلامی ایران د ترهه ګرۍ په ضد دجنګ او دزیاتره اقتصادي دباؤنو دسیاست د دوو ډګرونو فاتح دی ، امریکا باید  د اصلي بندیزونو دلیرې کولو لپاره  خپله اراده   ثابته کړي .

هغه ټينګار وکړ ، یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره   د ایران د ملت دګټو تامینول په تیره بیا دبندیزونو لغوه کول ، باؤري ضمانت وړاندې کول  او د سیاسی ادعاګانو د دوسیو بندل ضروري دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ددې خبرې په کولوسره چې  لویدیځي آسیا سیمه  یوې نوي مرحلې ته داخله شوې ده ووئيل ، د تیرو څو لسیزو  د بدلونونو مهم درس دا دی چې  اول تیریګري په ماتې محکومه ده او دوهم  مقاومت ځواب ورکوي  او دریم دا چې  هیڅ یوه سیمه ایزه مسئله اومشکل پوځي حل لاره نه لري .

  هغه  په مختلفو حوزو کې د ایران او قطر  ملګرتیاؤ ته په اشارې سره  ووئیل ،د جغرافیائي ، ژواک چاپیریالی ، ټرانزیټي ، اقتصادي ،علمي  په تیره بیا د تعلیمیافته ځوانانو او انساني ځواک پشمول  په مختلفو  حوزو کې د ایران بې مخینې  امکانات  او صحنې ، د دوو  یا څو اړخیزو  هرډول ملګرتیاؤ  په سیمه ایز امنیت او اقتصادي ودې باندې دبدلیدا  زمینې تضمینوي .

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني هم په دغه  ګډ خبری کنفرانس کې  دقطر او اسلامی ایران ترمینځ د څو موافقو او د تفاهم نامو په لاسلیک کیدا دخوښئ په ښودلو سره  ووئیل دا یوه ډیره مهمه موضوع ده  او باید  اجرا ئې په جدیت سره تعقیب شي .  هغه  د فلسطین موضوع  ته  په اشارې سره  روښانه کړه ،  دفلسطین دموضوع په باب  مو هم خبرې کړي ، په دې  اعتبار سره چې دا د سیمې یوه اصلي موضوع ده او  د فلسطین دملت په ضد د اسرائیلو  دتیریو دبندیدا پر ضرورت او دغه راز د نړیوالو پریکړه لیکونو  په اساس د حل لارې رامینځةکیدا او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین دملت  حق  او دوي په سوله ایز  او کرامت سره  دژوند  په ضرورت مو ټينګار کړی دی .

 https://www.irna.ir/news/84658020/رییس 

captcha